ایکنانیوز د الجزیره چینل ویبپاڼې د فادي الزعتري په قلم یو راپور خپور کړی چې د صهیونیسټي رژیم پوهنتونونه د فلسطینیانو په وژلو او شکنجه کولو کې د رول په اړه بحث کوي. د دې راپور ژباړه په دې ډول ده:
په داسې وخت کې چې په فلسطین کې د بېګناه خلکو وینه تویېږي، د فلسطیني تکړه ځوانانو او پیغلو لکه شیما اکرم صیدم، چې په ۲۰۲۳ کال کې ئې د ادبیاتو په څانګې کې لومړی مقام ترلاسه کړی و، د شهادت خبر له پامه غورځول کیږي. د هغې شهادت یوه پېښه نه ده، بلکې د یوه دقیق پلان شوي سیستم پایله ده چې د نیواکګر صهیونیسټي بنسټونه، په ځانګړې توګه د اسرائیلو پوهنتونونه، پکې ونډه لري.
له دغو پوهنتونونو یوازې د ټیکنالوژۍ انجینران یا د بیالوژي پوهان نه فارغیږي؛ بلکې دوي د فلسطینیانو پر وړاندې د جنایاتو د ترسره کولو لپاره امنیتي او پوځي ذهنیت هم جوړوي. دا پوهنتونونه د خپلو نصابونو، تخصصونو، څیړنیزو مرکزونو او د روزنیز کیمپ، شاباک (د اسرائیلو امنیتي اداره) او د وسلو جوړولو شرکتونو سره د نږدې ملګرتیا له لارې د «قاتل» هویت په جوړولو کې شریک دي.
د اسرائیلو پوهنتونونه؛ د ځپنې او استعمار وسیله
د کالیفورنیا پوهنتون څیړونکې او د اسرائیلو یهودي تابعیت لرونکې مایا ویند،، په خپل کتاب کې، چې یو مهم سند بلل کیږي، د اسرائیلو پوهنتونونو او د وژنې سیستمونو ترمینځ مستقیمه اړیکه ایشوا کړې ده. هغې د رسمي آرشیفونو او اسنادو ته لاسرسی موندلی او د فلسطیني او یهودي محصلینو او استادانو سره ئې مرکې کړي دي، چې ښئي څنګه د اسرائیلو پوهنتونونه د سلطې لابراتوارونو باندې بدل شوي دي.
دا څیړونکې، چې د یهودي په توګه کتاب لیکي، ټینګار کوي چې دا پوهنتونونه خپلواک اکاډمیک بنسټونه نه دي، بلکې د اسرائیلو د سسټماټیک شوي تاوتریخوالي او د آپارټاید او پوځي نیواک د بنسټیز جوړښت په مستقیمه لیکه کې دي.
پوهنتونونه نه یوازې په فکري جوړښت کې ونډه لري، بلکې د استعماري بنسټونو په توګه هم موقعیت لري.
حتی د پوهنتونونو محصلین هم د اسرائیلو د پوځي فعالیتونو برخه وو او دي.عبري پوهنتون د ۱۹۴۸ کال جګړې پر مهال د وسلو د زېرمې او د پوځي روزنې د مرکز په توګه کارول شوی و.
د اسرائیلو پوهنتونونه د وسلو جوړولو شرکتونو سره نږدې اړیکې لري. په دې پوهنتونونو کې هغه ټکنالوژئ پراختیا مومي چې پر فلسطینیانو باندې په ساحه کې ازمویل کیږي او بیا په نړیواله کچه پلورل کیږي.
د فلسطینیانو اکاډمیکه ځپنه !
د اسرائیلو پوهنتونونه د صهیونیسټي فکري باؤؤ له امله کړیږي، چې د نکبت، استعمار یا د فلسطینیانو د حقونو په اړه له د هر ډول بحث مخنیوی کوي.
په دې پوهنتونونو کې فلسطیني محصلین له کومو موردونو سره مخ دي:؟
دوامداره څارنه، پلان شوې حاشیه ته کول، امنیتي احضارئې او پوښتنې، د بیان د آزادۍ سلبول، او په ډېرو مواردو کې: نیولل یا وژل.
د فلسطینیانو لپاره هیڅ ریښتینې اکاډمیک آزادي نشته او پوهنتونونه د دوی د غوښتنو او مبارزو د تحریف لپاره کارول کیږي.
د اسرائیلو پوهنتونونه د نیواک او اپآرټائټډ پورې اړوند انتقادي څیړنې منع کوي.
د فلسطین له آزادۍ پرته اکاډمیک آزادي نشته
د مایا ویند کتاب، د فلسطیني او یهودي محصلینو او استادانو سره د مرکو ترڅنګ، له دوو برخو څخه جوړ دی، چې هره برخه درې فصلونه لري، د یوې مقدمې، یوې پایلې او د پروفیسور رابین ډي. جي. کلي له وروستي وینا سره.
د کالیفورنیا پوهنتون استاد، رابین کلي، د کتاب په وروستۍ وینا کې لیکلي: د دغه پوهنتونونو بایکاټ یوازې یو اکاډمیک دریځ نه دی، بلکې یو اخلاقي او سیاسي دریځ دی چې د نیواک او آپارتاید پای ته د رسولو لپاره اړین دی. په هغه چاپېریال کې چې پر وژنې، بېکوره کولو او توپیر ولاړ دی، اکاډمیک آزادي ممکنه نشي کولی ، او د اسرائیلو پوهنتونونه د صهیونیسټي رژیم تر ټولو څرګندو وسایلو څخه دي.
https://iqna.ir/fa/news/4299663